د نن ورځې مهم خبرونه

د کابل بازانو لوبډلې مس عينک ته په پاى لوبه کې ماتې ورکولو سره دشپږيزې سياليو اتلولي خپله کړه.


د دولت او طالبانو د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی

د دواړو لوریو په ګډه اعلامیه کې راغلي، په ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره وټاکل شول او دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.


د دولت او طالبانو د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی

د دواړو لوریو په ګډه اعلامیه کې راغلي، په ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره وټاکل شول او دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.


شیخ حکیم: زموږ جګړه د قدرت لپاره نه ده

د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شیخ عبدالحکیم ویلي، په  بین الافغاني مذاکراتو کې یې ګډون په دې خاطر دی چې په خپلواک افغانستان کې د واقعي اسلامي افغان شموله مرکزي نظام د قیام لپاره په ګډه پرېکړه وشي.


بحرين او اماراتو له اسراييلو سره د اړيکو تړون لاسليک کړ

 دغه تړون پرون په سپينې ماڼۍ کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شتون کې د يادو هېوادونو د چارواکو لخوا لاسليک شو.


دننګرهار ګمرک یوه اونۍ کې ۶۷۵ میلیون اففانۍ عواید ترلاسه کړي

د ننګرهار ولايت ګمرک رئيس نصر الله صاحبزاده وايي، په تېرو اتو ورځو کې يې شپږ سوه پنځه اويا ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.


د ښځو شبکه: اوربند بايد بین الافغاني مذاکراتو کې لومړیتوب وي

د افغانستان د ښځو شبکې ويلي، خلک د جنګ له دوام څخه ستړي شوي او ټول هېواد کې سراسري اوربند غواړي.


ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې داوربند غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، یو ځل بیا په افغانستان او نړۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.


افغانستان او چین د مس عینک پروژی پر څرنګوالي خبرې وکړې

د کانونو او صنايعو وزارت وايي، هارون چخانسوري د چین سفیر وانګ یو سره د افغانستان د استخراجي صنایعو له سکتور سره د چین هېواد د پروژو، له سکتور څخه د دوی د ملاتړ او د میس عینک پروژې د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.


  • 26 وږی 1399